د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ: د پزشکیان د استعفا راپورونه بې‌بنسټه دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر د اطلاعاتو او رسنیو مرستیال د ایران «اینټرنشنل» شبکې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان استعفا کړې ده.
نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: چې د ولسمشر د استعفا خبرونه «درواغ او بې‌بنسټه اوازې» دي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به د خلکو خدمت ته دوام ورکړي او له خپلو مسؤلیتونو څخه به شاته نه شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د ایران «اینټرنشنل» شبکې د ځینو سرچینو له قوله د پزشکیان د استعفا راپور خپور کړی و؛ خو ایراني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button