عراقچي: د ایران او امریکا خبرې دوام لري خو کومه روښانه پایله نه ده ترلاسه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د ایران او ایران ترمنځ خبرې او د پیغامونو تبادله لا هم روانه ده، خو تر اوسه کومه څرګنده او وروستۍ پایله نه ده ترلاسه شوې.
عراقچي ویلي، چې په اوسني پړاو کې د مذاکراتو په اړه خپرېدونکي راپورونه او څرګندونې تر ډېره اټکلونه او شننې دي او باید ډېر اهمیت ورنه کړل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو بهیر دوام لري او هر ډول رسمي دریځ یا پرېکړه به د اړوندو رسمي لارو څخه اعلان شي.

مربوطه مطالب

Back to top button