د میانمار په شان ایالت کې د چاودېدونکو توکو د زېرمتون چاودنې ۴۶ کسان وژلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د میانمار د شان ایالت په نامخام ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او له ۷۴ څخه ډېر نور ټپیان دي. راپورونه وایي، پېښه د یکشنبې ورځې د غرمې پر مهال د کائونګتوپ په کلي کې رامنځته شوې او پراخ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه زېرمتون کې د کانکیندنې لپاره کارېدونکي «جېلګنایټ» چاودېدونکي مواد ساتل کېدل.
چاودنې لسګونه استوګنیز کورونه ویجاړ کړي او له ۱۰۰ څخه زیات نور کورونه یې زیانمن کړي دي. سیمه د تاآنګ ملي ازادۍ پوځ (TNLA) تر کنټرول لاندې ده او د چین پولې ته نږدې موقعیت لري. ځايي چارواکو تر اوسه د چاودنې د اصلي لامل په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.



