د امریکا مرستیال ولسمشر: د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اوږدمهاله هوکړې امکان شته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، چې د امریکا او اسرائیل ګټې په ځینو دوسیو کې له یو بل سره توپیر لري، خو د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستیو تحولاتو د یوه اوږدمهاله توافق لپاره مناسب فرصت رامنځته کړی دی.
نوموړي ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ باور لري چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه د یوې دوامدارې او اوږدمهالې هوکړې ترلاسه کول ممکن دي، او ده هم دغه ارزونه پر ځای بللې ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار کړی، چې له ایران سره د هر احتمالي تړون ارزښت یوازې په لیکل شویو مادو کې نه دی، بلکې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د تهران له لوري د ژمنو د عملي کېدو د څار او تایید لپاره اغېزمن میکانیزم موجود وي.



