بغلان کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، د خنجان ولسوالۍ له عمومي سړک څخه د اندراب د خوشدرې نوآباد سیمې پورې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانيو په لګښت د برېښنا رسولو د یوې نوې پروژې چارې پیل شوې دي.

د بغلان د برېښنا ریاست رئیس قاري احمدالله مسلم ویلي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به سیمې ته د برېښنا رسولو شبکه وغځول شي او ۱۶ ترانسفارمرونه به نصب شي.

د مسوولینو په خبره، د برېښنا د پایو درول هم د پروژې برخه ده، چې له بشپړېدو وروسته به ګڼ شمېر کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button