تېره ورځ ۵۳۷ راستنې او په یوه اوونۍ کې ۴۶۹۴ کورنیو ته د استوګنې نومرې وېشل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د دوشنبې په ورځ هېواد ته د بېلابېلو لارو ۵۳۷ راستنې شوې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۸۹۹ تنو ته رسېږي، ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۵۸۷ کورنۍ چې ۳۴۰۰ غړي یې لرل، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي. له ۵۹۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوي او ۵۳۵ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو وېشل شوي دي. د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ سلګونو کسانو ته د درملنې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش پلاوي له لوري په تېره یوه اوونۍ کې ۴ زره او ۶۹۴ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
د نوموړي په وینا، دغه نمرې په ننګرهار، هلمند، فاریاب، فراه، غزني، پکتیکا او نیمروز ولایتونو کې مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته ورکړل شوې دي.



