عراقچي امریکا ته: د ایراني ولس د ارادې ازمایلو هڅه مکوئ پېښمانه به شئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، که څه هم امریکا لوري ته په ځینو نښتو او بریدونو کې پراخ زیانونه رسېدلي؛ خو هغوی هڅه کوي د ایران د ارادې او ثبات ازموینه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران وسله وال ځواکونه به هېڅ ډول برید یا ګواښ بې ځوابه پرېنږدي او په کلکه به ځواب ورکړي.
عراقچي همدارنګه ټینګار کړی، چې که مقابل لوری د امنیت غوښتونکی وي، نو باید د سیمې هېوادونو کې خپلې اډې د تل لپاره وتړي او له سیمې ووځي.
عراقچي امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې د ایراني ولس د ارادې ازمایلو هڅه مکوئ پېښمانه به شئ.

مربوطه مطالب

Back to top button