ایراني ځواکونو کوېټ او بحرین کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د یمن “المسیره” تلویزیوني شبکې د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ “خاتم الانبیاء” د ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” په حواله راپور ورکړی،چې ایراني ځواکونو بحرین او کوېټ کې د امریکا ځینې پوځي اډې د بریدونو په نښه کړې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دغه بریدونه د امریکا د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې ترسره شوي، کوم چې د ایران پر ښارونو د “پوځي یرغل” په توګه یاد شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې دا عملیات د وروستي تاوتریخوالي د زیاتېدو په لړ کې ترسره شوي، خو تر اوسه د امریکا له لوري د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.



