ایراني ځواکونو د امریکا MQ-9 بې پیلوټه الوتکه د بوشهر فضا کې ویشتلې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې د امریکا MQ-9 بې پیلوټه الوتکه یې د بوشهر ولایت د جم ښار په هوايي فضا کې ویشتلې او را غورځولې ده.
په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې دغه بې پیلوټه الوتکه د ایران د هوايي فضا د نقض په مهال هدف ګرځول شوې ده.
تر اوسه د دې ادعا په اړه امریکایي لوري څرګندونې نه دي کړي.



