ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني پوځ په بمبار کې ۱۳ ملکي افغانان شهیدان او ۱۴ نور ټپيان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستان پوځ تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان فضایي حریم نقض کړی او د کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې ملکي کورونه بمبار کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری شهیدان شوي او ۱۴ نور کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه د بشري اصولو خلاف عمل او ښکاره تجاوز بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت دا پېښه په کلکو ټکو غندي او د ملکي وګړو پر وړاندې دا ډول بریدونه د منلو وړ نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button