بغلان کې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د اتحاد ښارګوټي د سروې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ د خواجه الوان دښتې په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو لپاره د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې دي.
د وزارت په وینا، د سروې او جيایاېس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم به د دغې پروژې په لړ کې ۲۹۱۱ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.
د معلوماتو له مخې، د دې سروې موخه د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړولو لپاره د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان برابرول دي. وزارت زیاتوي، د سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو پر بنسټ د ښارګوټي پلان چمتو او د تطبیق لپاره به لازم اقدامات ترسره شي، څو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو او مناسبې سرپناه زمینه برابره شي.



