افغانستان او روسیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس، سید کریم هاشمي، په کابل کې د روسیې له سفیر، دیمیتري ژیرنوف، سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سوداګرۍ د ودې، پانګونې، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله شول او دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار وکړ.



