د پانګونې کمېټې شبرغان کې د سوداګریز مارکېټ طرحه تایید کړه، د دارالامان پروژې ارزونه هم روانه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په تازه غونډه کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تر بحث او ارزونې وروسته تایید کړه.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه درې پوړیز سوداګریز مارکېټ د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړ شي، چې موخه یې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د پانګونې فرصتونو زیاتول دي.
په همدې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ترڅنګ د ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم وڅېړل شوه او د هغې پر بېلابېلو اړخونو بحث وشو.



