په پنځو ولایتونو کې ۶۷۵ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، تېره ورځ په پنځو ولایتونو کې ۶۷۵ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي.
د نوموړي په وینا، په ننګرهار کې ۳۲۰، غزني کې ۶۵، هلمند کې ۱۰۰، فاریاب کې ۱۲۰ او نیمروز کې ۷۰ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې، څو د دایمي مېشتېدو زمینه ورته برابره شي.
فطرت زیاته کړې، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدو او ځمکو د وېش د پروګرام له مخې تر دې دمه په ټول هېواد کې ۴۱ زره او ۸۴۱ استوګنیزې نمرې راستنو شویو افغانانو ته وېشل شوې دي.



