آریانا افغان هوايي شرکت په یوه میاشت کې له ۳۶ زرو ډېر مسافر او ۵۴۳ ټنه توکي لېږدولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، اريانا افغان هوايي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غوايي میاشتې په ترڅ کې د خپلو کورنیو او نړیوالو پروازونو له لارې ۳۶ زره او ۴۸۶ مسافر او ۵۴۳ ټنه سوداګریز توکي لېږدولي دي.

د معلوماتو له مخې، له ټولیزو سوداګریزو لېږدونو څخه ۲۳۸ ټنه صادرات او ۳۰۵ ټنه واردات وو. وچه مېوه، اينجه، زعفران او لاسي صنایع د صادراتو عمده برخه جوړوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سوداګریزو لېږدونو ډېره برخه د ډهلي او دوبۍ پر لارو ترسره شوې او د شرکت پروازونه د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف ترڅنګ ډهلي، اسلام‌آباد، دوبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو ته هم ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button