د ایراني پوځ قومندان: د امریکا د عملیاتو په ځواب کې به سیمه پر دوزخ بدله کړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د هوايي ځواکونو قومندان برید جنرال “مجید موسوي” ویلي، که امریکا په هرمز تنګي او سیمه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، ایران به سخت او پراخ غبرګون وښيي.
موسوي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «د امریکا د عملیاتو په ځواب کې به ټوله سیمه پر دوزخ بدله کړو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول ګواښ او برید پر وړاندې د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د هغه په وینا، د ایران امنیت او ملي حاکمیت سره کرښه ده او هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.



