ولسمشر اردوغان: د « لوی اسرائیل» پروژه به بشپړېدو ته پرېنږدو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې د «لوی اسرائیل» په نوم د هغې پروژې له وروستۍ موخې بشپړ خبر دي او هېڅکله به د هغې د عملي کېدو اجازه ور نه کړي.
اردوغان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ ښه پوهېږو چې د ستر اسرائیل د خیال او پروژې وروستۍ موخه څه ده. د الله په مرسته به هېڅکله اجازه ور نه کړو چې دا پروژه عملي شي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې ترکیه به د سیمې د ثبات، د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ولسمشر اردوغان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امنیتي او سیاسي تحولاتو له امله د سیمې د راتلونکې په اړه بحثونه او اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button