ابراهیم ذوالفقاري: هرمز تنګی په بشپړه توګه وتړل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران دولتي تلویزیون د وسله والو ځواکونو د ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” له قوله خبر ورکړی چې، ایران د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه کړې او دا لاره به د ټولو سمندري بېړیو پر مخ وتړل شي.
د راپور له مخې، ذوالفقاري ویلي، چې د هرمز تنګي د بندولو پرېکړه د هېواد د امنیتي او دفاعي مصلحتونو له مخې شوې او په نږدې وخت کې به عملي شي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي چې د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ د لېږد را لېږد یوه ستره برخه ترې تېرېږي. شنونکي باور لري چې د دې تنګي هر ډول تړل کېدل به پر نړیوالو بازارونو او د نفتو پر بیو پراخ اغېز ولري.
تر اوسه د ایران د دې ادعا په اړه د سیمې هېوادونو او نړیوالو بنسټونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د یادونې وړ ده چې د هرمز تنګي د تړل کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په سیمه کې پوځي ترینګلتیاوې او امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button