د یمن بهرنیو چارو وزارت: پر ایران د امریکا بریدونه به سیمه پراخې جګړې ته ټېل وهي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر وړاندې د امریکا د روانو پوځي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه اقدامات نړیوال امنیت او سولې ته جدي ګواښ پېښوي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د ایران پر ضد د امریکا بریدونه به سیمه د یوې پراخې جګړې پر لور بوځي چې خطرناکې پایلې به د سیمې او نړۍ لپاره ولري.
اعلامیه زیاتوي، چې دغه بریدونه به امریکا خپلو موخو ته ونه رسوي او نه به د ایران د خلکو اراده او مقاومت کمزوری کړي، بلکې واشنګټن به لا ډېر په ستراتیژیکو ستونزو کې راګیر کړي او له ماتې سره به مخ شي.
د یمن د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بریدونو دوام به د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو، د نفتو او انرژۍ پر بازارونو منفي اغېز وکړي او نړیوال اقتصادي ثبات به له ګواښ سره مخ کړي.
په اعلامیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشروع دفاع حق تایید شوی او ویل شوي، چې ایران حق لري د خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ساتنې لپاره د هر ډول برید ځواب ورکړي، چې په سیمه کې د امریکایي اډو په نښه کول هم پکې شاملېدای شي.
د یمن حکومت او ولس د ایران له اسلامي جمهوریت سره یوځل بیا خپل پیوستون اعلان کړی او ټینګار یې کړی،چې د امریکا د بریدونو او فشارونو پر وړاندې د ایران ترڅنګ ولاړ دي.



