ایراني ځواکونو د امریکا د پرمختللو الوتکو اډه له منځه وړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي ځواکونو ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې،چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د امریکايي ځواکونو پر مهمو پوځي تاسیساتو او د جنګي الوتکو پر اډه توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
د سپاه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا د پوځ له لوري د “کرج او نظرآباد” په شاوخوا کې پر یوه تفریحي ځای، یوه تولیدي مجموعه او د پیشوا ولسوالۍ د سپاه پر یوې سیمهییزې اډې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې، نن سهار د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله د “الازرق”هوايي اډه او د هغې د کنټرول مرکز په نښه کړل.
سپاه ادعا کړې، چې په یاد برید کې د امریکايي پوځ د F-35، F-15 او F-16 جنګي الوتکو د استقرار ځایونه او د امریکا د پوځ مهم تاسیسات په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د ایران سپاه ویلي، دغه عملیات د «متجاوز ته دوښمن د خبرداری» په موخه ترسره شوي او د بریدونو له امله ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي تاسیسات ویجاړ شوي دي.



