ایراني پوځ: په ۱۵ ورځنۍ جګړه کې ۲۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویاند “حسین محبي” ادعا کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ په ۱۵ ورځنۍ جګړه کې ۲۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او د دې څو برابره نور ټپیان شوي دي.
محبي تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له لوري د وژل شویو امریکايي سرتېرو خپرې شوې شمېرې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې یوازې د «نصر ۲» عملیاتو په ترڅ کې د امریکا اته پوځي مرکزونه په نښه شوي دي.
د سپاه پاسداران ویاند ادعا کړې، چې یوازې په یوه پوځي مرکز کې تر ۲۰ زیات تاسیسات او رادارونه د توغندیو په وسیله په نښه او ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو بریدونو په پایله کې په سیمه کې د امریکا یو شمېر پوځي تجهیزات له منځه تللي، چې پکې ۱۱ جنګي الوتکې او چورلکې، ۱۷ کشفي او عملیاتي بېپیلوټه الوتکې، یوه اېف-۱۵ جنګي الوتکه، یوه پي-۸ الوتکه، یوه سي-۱۷ ترانسپورتي الوتکه او اته د سون توکو رسولو الوتکې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پنټاګون ایران سره په جګړه د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۸ تنه اعلان کړی و.



