ایران ۴۰۸ افغان بندیان د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته وسپارل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د تایباد څارنوال حجت صدیقي ویلي، ۴۰۸ افغان بندیان د دوغارون پولې له لارې افغانستان ته لېږدول شوي زياتوي چې دغه کسان د ایران په اتو بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي وو او ډېری یې د نشه‌یي توکو اړوند قضیو له امله بندیان وو.

صدیقي زیاته کړې، چې د بندیانو سپارل د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د لېږد د یوولسم پړاو په چوکاټ کې او د افغان چارواکو په حضور کې ترسره شول.

هغه ویلي، د همدې بهیر په ترڅ کې درې ایراني بندیان هم له افغانستان څخه ایران ته لېږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button