فارن افرز: د امریکا او ایران د تفاهملیک ناکامي د ټرمپ د ناوړه سیاستونو پایله ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مشهورې فارن افرز مجلې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهملیک ناکامي ښيي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لنډمهالو-ناکامو او معاملهییزو تړونونو تکیه نه یوازې د لوېدیځې اسیا د سولې لامل نه شوه، بلکې د سیمې د کړکېچونو د لا زیاتېدو خطر یې هم لوړ کړی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، مجلې لیکلي چې هغه تفاهملیک، چې د جون په میاشت کې د نښتو د درولو، د هرمز تنګي د پرانیستلو او د خبرو اترو لپاره د ۶۰ ورځني فرصت د برابرولو په موخه لاسلیک شوی و، اوس عملاً ناکام شوی او په هرمز تنګي کې سمندري سوداګري هم له خنډونو سره مخ ده.
فارن افرز ټینګار کړی، چې د دغه تفاهملیک ناکامي له پیله د اټکل وړ وه، ځکه د تهران او واشنګټن ترمنځ اساسي اختلافونه حل نه شول، بلکې راتلونکي ته وځنډول شول. د مجلې په وینا، همدا چلند د ټرمپ د بهرني سیاست یوه مهمه ځانګړنه وه.
راپور زیاتوي چې ورته تګلاره مخکې هم د غزې د اوربند او د «ابراهیمي» تړونونو په برخه کې تعقیب شوې وه؛ هغه تړونونه چې لنډمهاله لاسته راوړنې یې لرلې، خو د کړکېچونو بنسټیز لاملونه یې حل نه کړل.
د فارن افرز په باور، محدود تړونونه لکه اوربند او د بندیانو تبادله د لنډ مهال لپاره د تاوتریخوالي په کمولو کې اغېزمن کېدای شي، خو که د دوامدارو سیاسي حللارو او دیپلوماسۍ ځای ونیسي، په پای کې له ناکامۍ سره مخ کېږي.
مجلې خبرداری ورکړی چې له دوامدارې ډیپلوماسۍ پرته اوربند یوازې د جګړې د لنډمهالي ځنډ معنا لري او ښکېلو لورو ته د نوي پړاو د جګړې د چمتووالي فرصت برابروي، چې دا وضعیت د لوېدیځې اسیا د امنیت لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.



