بقایي: اروپايي ټولنه د بشري حقونو تر نامه لاندې منافقت کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” پر اروپايي ټولنې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه ټولنه د بشري حقونو د دفاع تر شعار لاندې ښکاره منافقت کوي.
بقایي ویلي، چې اروپايي ټولنه په خبرو کې د بشري حقونو ملاتړ کوي، خو په عملي ډګر کې یې کړنې له خپلو ادعاوو سره په ټکر کې دي.
هغه پر خپلې اېکس (X) پاڼې لیکلي چې اروپايي ټولنه د دې پر ځای چې د جنګي جنایتونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، له امریکا او اسرائیلو سره پر ایران د بریدونو په برخه کې لوجستیکي او تخنیکي همکاري کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دغو بریدونو له امله ایراني ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل کېږي.
بقایي ټینګار کړی، چې د بشري حقونو په اړه د اروپايي ټولنې ادعاوې له عملي سیاستونو سره سمون نه لري او دا چاره د نړیوالو اصولو خلاف ده.

مربوطه مطالب

Back to top button