ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د بریدونو د درولو امر کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د جمعې په ورځ خپل پوځ ته امر کړی چې پر ایران روان هوايي بریدونه ودروي.
د اکسیوس د راپور له مخې، که څه هم امریکا د اړتیا په صورت کې د بریدونو د بیا پیلولو بشپړ پوځي چمتووالی لري، خو اوسمهال یې له ایران سره د خبرو اترو بهیر ته لومړیتوب ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې امریکا په تېرو ۱۳ ورځو کې هره ورځ پر ایران هوايي بریدونه ترسره کړي وو، خو د شنبې په ورځ ایران هم د منځني ختیځ پر هېڅ هېواد برید نه دی کړی.
د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ خورا زیات شوی و او دواړو لوریو د یو بل پر اهدافو پرله‌پسې بریدونه ترسره کول.
د اکسیوس په وینا، د بریدونو د درولو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو هڅې روانې دي او دواړه لوري د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي په اړه هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button