سپاه پاسداران: که برېتانیا له امریکا او سرائیلو سره پوځي همکاري وکړي مشروع هدف به وګرځي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” برېتانیا ته خبرداری ورکړی، چې که د ایران او اسرائیلو ترمنځ په روان کړکېچ کې له امریکا سره هر ډول پوځي همکاري وکړي مشروع هدف به وبلل شي.
د سپاه یوه ویاند ویلي، اسرائیل د ناسمو او ګمراه کوونکو معلوماتو په وړاندې کولو سره هڅه کوي امریکا جګړې ته راکاږي، څو خپلې سیاسي او پوځي موخې ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسرائیل ښه پوهېږي چې که یو ځل بیا په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، له سختو او ناوړه پایلو سره به مخامخ شي.
د سپاه ویاند ټینګار کړی، چې ایران به د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې قاطع او مناسب غبرګون وښيي او د خپل ملي امنیت او حاکمیت د دفاع لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button