فصیح الدین فطرت: هېڅ فرد یا ډلې ته به د افغانستان د امنیت ګډوډولو اجازه ور نه کړو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز “قاري محمد فصیحالدین فطرت” ویلي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ور نه کړل شي چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.
نوموړي د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي چې په دغه سیمه کې اوس مهال هېڅ ډول جګړه نشته او د ځینو رسنیو هغه راپورونه ناسم دي چې د جګړې د دوام ادعا کوي.
فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د ملاتړ کېدونکو «شر او فساد» ډلو یو تن مشر، قوماندان معروف د اسلامي امارت له ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
هغه ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه به د افغانستان د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.



