یمني ځواکونه: د سعودي د بریدونو په ځواب کې مو د ارامکو پر تاسیساتو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې د سعودي د تېلو د ستر تر شرکت «ارامکو» اړوند تاسیسات په نښه کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي ځواکونو وړمه شپه د یمن پر حُدیده ښار، بندر او د کمران ټاپو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې مالي زیانونه اوښتي دي.
د یمني ځواکونو په وینا، د دوی هوايي دفاعي سیستمونو د سعودي الوتکو له ننوتلو وروسته ورسره مقابله کړې او د نورو بریدونو مخه یې نیولې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د سعودي بریدونو په غبرګون کې یې دوه پوځي عملیات ترسره کړي؛ لومړی عملیات د جیزان په سیمه کې د ارامکو شرکت پر حساسو تاسیساتو ترسره شوي، چې د دوی په وینا په کې بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.
د یمني ځواکونو په وینا، دویم عملیات د ینبع سیمې د ارامکو پر حساسو تاسیساتو ترسره شوي، چې پکې بالستیک او کروز توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دواړه عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او هدفونه په دقیق ډول لګېدلي دي.
د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې د سعودي له لوري د محاصرې او بریدونو دوام به بې ځوابه پاتې نه شي او دوی به د خپل هېواد د دفاع لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د سعودي پر وړاندې سمندري محاصره به دوام ولري او د راتلونکو حالاتو له مخې به خپل اقدامات پراخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button