د ایراني پوځ ویاند: امریکا سره تر دې دمه هېڅ هوکړه نه ده شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د مرکزي قوماندانۍ “خاتم الانبیاء” ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې تر اوسه له امریکا سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.
د ابراهیم ذولفقاري په خبره، ایران د امریکا هېڅ کوم وړاندیز نه دي منلي.
ذولفقاري دغه راز ټینګار کړی، که راتلونکي کې هر ډول هوکړه کېږي، د ایران اساسي غوښتنو ته باید امریکا غاړه کېږدي.



