ولسمشرټرمپ: پر ایران یې بریدونه د مذاکراتو د پرمختګ له امله لغوه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” د پنجشنبې په ماښام پر ایران د سختو بریدونو له اعلان څو ساعته وروسته وویل چې د اسلامي جمهوریت له “لوړپوړي رهبرۍ” سره د خبرو اترو د پرمختګ له امله یې دا بریدونه لغوه کړي دي.
هغه پر خپله ټولنیزه شبکه، ټروت سوشل باندې لیکلي: «دې ته په کتو چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې د ایران د رهبرۍ تر ټولو لوړې کچې ته راجع شوي او تایید شوي دي، ما د امریکا د ولسمشر په توګه، پر ایران هغه پلان شوي بریدونه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه تېره شپه ترسره شي.»
ټرمپ خبر ورکړی، چې له ایران سره د هوکړې عمومي او جزيي جزیات «د ټولو ښکېلو غاړو لخوا تایید شوي دي.
د امریکا ولسمشر د دې هوکړې په اړه نور جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه: «د دې هوکړې د لاسلیک کولو وخت او ځای به ډېر ژر اعلان شي.»



