شهباز شریف: د ایران-امریکا ترمنځ د سولې تړون وروستی متن چمتو شوی، جزئیات به وروسته خپاره شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” ویلي، چې هېواد یې د سولې او اسانچارۍ لپاره خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي او د هغو کړیو له فعالیتونو خبر دي چې غواړي د سولې روان بهیر او تړون کمزوری کړي.
شهباز شریف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د بېلابېلو اوازو او ګونګوسو سربېره، د سولې د تړون وروستی او د دواړو لورو له خوا منل شوی متن چمتو شوی او پاکستان اوس دواړو اړخونو سره نږدې همکاري کوي، څو د تړون د عملي کېدو لپاره راتلونکي ګامونه بشپړ شي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” هم ویلي، د اسلامآباد تړون ټول جزئیات به په مناسب وخت کې له خلکو سره شریک شي.
عراقچي له رسنیو غوښتي چې د تړون د محتوا او شرایطو په اړه له اټکلونو او بېباوره راپورونو ډډه وکړي او د رسمي معلوماتو تر خپرېدو انتظار وباسي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامآباد د سولې تړون په اړه تر اوسه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د پاکستاني او ایراني چارواکو څرګندونې ښيي چې د تړون د نهایي کولو او عملي پړاو لپاره هڅې روانې دي.



