عراقچي: ایران جګړه او دیپلوماسي کې بریالی دی خبرو کې اوربند او د لبنان موضوع شامله ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې ایران د جګړې او خبرو په ډګر کې بریالي دي او دا یوازې یو شعار نه، بلکې حقیقت دی.
عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي، روانې خبرې اترې به په دوو پړاوونو کې ترسره شي او د اټومي دوسیې وروستي هوکړه‌لیک ته ځنډول شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د تفاهم په یادښت کې به د جګړې د پای اعلان شامل وي چې لبنان هم پکې راځي، او ټینګار یې کړی، چې ایران به هېڅکله لبنان یوازې پرېنږدي.
عراقچي ادعا کړې، چې امریکا په دغه تفاهم‌لیک کې ژمنه کړې، چې د هېڅ جګړې پیل کوونکې به نه وي او د ګواښ له ژبې به کار نه اخلي.
هغه زیاته کړې، چې د هرمز تنګي موضوع، د سمندري بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو لپاره ځانګړی میکانېزم هم د تفاهم په یادښت کې شامل دی.
د نوموړي په وینا، د بیارغونې مسئله هم د اقتصادي پراختیا او رغونې د پلان په چوکاټ کې مطرح شوې او د هغې د عملي کېدو میکانېزمونه به په راتلونکو مذاکراتو کې وټاکل شي.
عراقچي ټینګار کړی، چې د جګړې پای ته رسېدل د دې معنا هم لري چې اسرائیل باید د لبنان سوېل کې له نیول شویو سیمو ووځي او ایران دا موضوع مقابل لوري ته په څرګنده توګه رسولې ده.
د عراقچي په خبره، ایران مقابل لوري ته پیغام ورکړی، چې ګواښونه برعکس اغېز لري او که څوک جګړې ته د تګ پرېکړه کوي، ایران ورته بشپړ چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button