په عراق تر بریدونو وروسته؛ د عراق لومړي وزیر د سعودي له ولیعهد سره لیدنه لغوه کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د عراق لومړي وزیر د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره پلان شوې لیدنه لغوه کړې ده.
راپور زیاتوي، دغه پرېکړه په عراق کې د صهیونیستي ضد مقاومتي غورځنګ “حشدالشعبي” پر ځواکونو د بریدونو له ترسره کېدو وروسته شوې ده.
تر اوسه عراقي او سعودي چارواکو په رسمي ډول د دې ناستې د لغوه کېدو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د عراق د حشد الشعبي اسلامپالې ډلې تر دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو بریدونو کې یې یو شمېر مرکزونه په نښه شوي، چې له امله یې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.



