محسن رضايي: ټرمپ د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کېدو سره موافقه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایراني پارلمان د لوړې شورا غړي “محسن رضایي” ویلي، چې د امریکا ولسمشر “ټرمپ” د ایران د ۲۴ میلیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو سره موافقه کړې، خو په وینا یې واشنګټن دا موضوع په ښکاره ډول نه اعلانوي.
محسن رضايي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو اترو په چوکاټ کې د دغو مالي شتمنیو د ازادېدو په اړه هوکړه شوې ده، خو امریکايي لوری لا هم په رسمي او څرګند ډول د دې پرېکړې اعلان ته زړه نه ښه کوي.
هغه د دې شتمنیو د خوشې کېدو د څرنګوالي او نېټې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د امریکا حکومت د محسن رضايي د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button