ټولګټو چارو وزارت: تېره میاشت د اوسپنې پټلیو له لارې تر یو میلیون مټریک ټنه ډېر توکي لېږدول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان ۱۴۰۵ کال د غويي میاشتې په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې یو میلیون او ۳ زره ۸۲۱ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

د وزارت په وینا، له دې ډلې ۴ زره او ۲۴۶ مټریک ټنه صادرات وو او د انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوې ده.

وزارت زیاتوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو کچه درې برابره لوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button