روغتیا وزارت: سږکال به ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړېدو منظوري هم ورکړل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دې پروګرام کې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري. وزارت زیاتوي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د روغتیايي خدمتونو ظرفیت لوړ او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د درملنې اسانتیاوې لا پراخې شي.



