په حیرتان بندر کې ۷۴۸ ټنه غیرمعیاري سمنټ او په فراه کې ۵۸ ټنه ودانیز توکي بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د معیار او کیفیت ادارې ویلي چې د حیرتان بندر له لارې ۱۱ واګونه غیرمعیاري سمنټ، چې ټولیز وزن یې ۷۴۸ ټنه و، د ازموینو وروسته د کیفیت له معیارونو سره د نه سمون له امله مسترد او بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شول.

دغه راز، په فراه ولایت کې د شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۵۸.۱ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي، چې د کاشیو دوه محموله وو، هم د کورنیو معیارونو د نه پوره کولو له امله بېرته ورستانه شول.

مسوولین وايي د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت څارنه دوام لري او هدف یې د مصرفوونکو خوندیتوب او د ودانیزو پروژو د معیاري کولو ډاډ ترلاسه کول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button