د ایران-امریکا مذاکرات؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته ځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د العربیه د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي به نن د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته سفر وکړي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښایي د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه د سویس په “جینوا” ښار کې د پاکستان په حضور کې ترسره شي.
سرچینې زیاتوي، چې په جینوا کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د مستقیمې لیدنې امکان هم شته، خو تر اوسه پورې په دې اړه د دواړو هېوادونو له لوري رسمي تایید نه دی شوی.
دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ لا هم روان دی، خو په ورته وخت کې د تاوتریخوالي د کمولو او د اختلافاتو د حل لپاره دیپلوماتیکې هڅې هم دوام لري.
تر اوسه د پاکستان، ایران او امریکا چارواکو د یادو راپورونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي، خو شنوونکي باور لريو چې د سیمې وروستي بدلونونه ښايي د نویو سیاسي تفاهمونو لپاره زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button