مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۵۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او ۵۱۳ نورو ته د هستوګنې نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، د پنجشنبې په ورځ له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارې ټولټال ۷۵۳ کورنۍ او ۳۹۰۸ تنه هېواد ته راستنې شوي او ثبت شوي دي.
د راپور له مخې، ۶۳۶ کورنۍ د ټرانسپورټ کمېټې له لوري ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او همدارنګه له ۶۴۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوي او زرګونه تنه د روغتیايي خدماتو تر څنګ د خوړو او مخابراتي اسانتیاوو څخه برخمن شوي، چې پکې ۷۲۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دغه راز د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري یوازې په یوه ورځ کې ۵۱۳ کورنیو ته د هستوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د يادې کميټې د معلوماتو له مخې تر دې مهاله ټولټال ۴۳ زره ۱۲۷ کورنۍ د ځمکو له نمرې برخمنې شوې دي، او د کمېسیون په وینا دا لړۍ لا هم دوام لري.



