عراقچي: له امریکا سره د هوکړې پروسه وروستي پړاو ته رسېدلې ښايي په دوو ورځو کې لاسلیک شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د نهایي کېدو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی او دواړه لوري تر بل هر وخت هوکړې ته نږدې شوي دي.
عراقچي د ایران دولتي تلوېزیون ته ویلي، که څه هم د هوکړې له رسمي لاسلیک وړاندې په ځینو برخو کې د بدلون امکان شته، خو تمه کېږي چې د راتلونکو دوو ورځو په ترڅ کې وروستۍ هوکړه وشي.
هغه زیاته کړې،چې د یادې هوکړې اړوند راپور د ایران د ملي امنیت عالي شورا او نورو امنیتي ادارو ته سپارل شوی او پوځي بنسټونو هم د هرمز تنګي، سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو او د جګړې د پای ته رسېدو اړوند موضوعات په دقت څارلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له امریکا سره هوکړه د ایران د ملي ګټو په چوکاټ کې ارزول شوې او د هېواد لپاره به مثبتې پایلې ولري.
عراقچي همداراز ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ تر دې دمه وړیا و، خو د ایران حکومت د دې ستراتیژیکو اوب لارې د راتلونکي مدیریت په اړه نوې پرېکړې تر غور لاندې لري او د تنګي اداره به د پخوا په څېر نه وي.
نوموړي ویلي، چې د سولې په هوکړه کې پر ایران د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو موضوع هم شامله ده، خو د ایران د اټومي پروګرام اړوند خبرې به په جلا او راتلونکو پړاوونو کې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button