ولسمشر اردوغان: استانبول اسلامي ښار دی او تر قیامته به خپل هویت وساتي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي، چې ترکیه او په ځانګړي ډول استانبول یو اسلامي ښار دی او د قیامت تر ورځې به اسلامي پاتې کېږي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په خپلو تازه خبرو کې کړې، او ټینګار یې کړی، چې ‘استانبول” د ترکیې د تاریخ، تمدن او اسلامي میراث یو مهم سمبول دی.
نوموړي ویلي، چې د استانبول تاریخي او کلتوري هویت د ترکیې د ملت لپاره ځانګړی ارزښت لري او دا ښار به د خپل اصلي هویت په ساتلو سره راتلونکو نسلونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې، استانبول د ترکیې تر ټولو لوی ښار او د اسلامي او عثماني تمدن له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button