کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه؛ د اسلامي امارت زعیم پر عدالت، دیني پوهاوي او خلکو ته پر خدمت ټینګار کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د وزیرانو شورا غونډه د اسلامي امارت د زعیم په مشرۍ په کندهار ولایت کې ترسره شوه.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت په وینا، د اسلامي امارت زعیم وزیرانو ته د خپلو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام او فرمانونو د پلي کېدو، عدالت او خلکو ته د خدمت په اړه لازمې سپارښتنې کړي او د دیني زده کړو، تقوا، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، د اسلامي امارت د فرمانونو د عملي کولو او خلکو ته د دیني پوهاوي د رسولو پر اهمیت يې ټینګار کړی دی.
نوموړي ويلي، د اسلامي نظام پیاوړتیا له دیني علم او سمې عقیدې سره تړاو لري او مسؤلین باید د هېواد تر لرې پرتو سیمو پورې د دیني علم د خپرېدو لپاره هڅې زیاتې کړي.
په غونډه کې د هېواد د تعلیمي، اقتصادي او سیاسي چارو د لا پیاوړتیا لپاره هم لازم تصمیمونه نيول شوي دي.



