عراقچي: د هېوادونو د کنګل شویو شتمنیو کارول خطرناک نړیوال دود رامنځته کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” خبرداری ورکړی، که د یوه هېواد کنګل شوې شتمنۍ د راتلونکو ادعاوو او تاوانونو د جبران لپاره وکارول شي، نو دا به یو خطرناک او بې‌ساری نړیوال دود رامنځته کړي.
عراقچي د خپلې اېکس ټولنیزې شبکې له لارې ویلي، د بل هېواد د شتمنیو ضبطول او د هغو کارول د نامرتبطو راتلونکو ادعاوو د پوره کولو لپاره، یو پاروونکی او د نړیوالو اصولو خلاف اقدام دی.
هغه زیاته کړې، هغه کسان چې له دغو شتمنیو ګټه اخلي یا یې ملاتړ کوي، باید په یاد ولري چې که د هېوادونو د شتمنیو ضبطول په نړیواله کچه عادي شي، نو د هېڅ هېواد شتمنۍ به خوندي پاتې نه شي او دا به د نړیوال مالي او حقوقي نظام د ګډوډۍ لامل شي.
د عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، واشنګټن به د ایران له هغو شتمنیو څخه چې د امریکا په واک کې دي، د بېړیو، بارونو او اړوندو زیانونو د جبران لپاره استفاده وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button