تدارکاتو کمېسیون د ۱.۳ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۳ پراختیایي پروژې منظورې کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۳۴ وړاندیز شویو پروژو له ډلې د شاوخوا ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې شوې.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د ۱۶ پروژو تعدیلونه هم تصویب شول، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو او د څلورو نورو پروژو د تدارکاتي پروسو او بیو د ارزونې دنده ځانګړو کمېټو ته وسپارل شوه.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د پکتیا ولایت د جانيخیلو ولسوالۍ د روغتون جوړول، په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو پراخول، د برېښنا د لېږد او وېش پروژې او د کابل ښار د ځینو داخلي سړکونو جوړول او د نیمګړو چارو بشپړول شامل دي. د خبرپاڼې له مخې، د دغو ټولو پروژو مالي لګښت د افغانستان اسلامي امارت له بودجې تمویلېږي.



