د افغاني سرې میاشتې د ماشومانو د زړه روغتون کې لومړنی عملیات ترسره شو؛ بېوزلو ماشومانو ته به ټول خدمات وړیا وي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغاني سرې مياشتې ټولنې روغتيايي مسوولين وايي، د دغه ټولنې د ماشومانو د زړه ځانګړی روغتون په عملي توګه خپل فعالیت پیل کړ او لومړنی ناروغ ماشوم د زړه د جراحۍ لپاره عملیات خونې ته ولېږدول شو.

د سرچينې په وينا، په دغه روغتون کې به د بېوزلو ماشومانو لپاره د زړه ټول تشخیصي، جراحي او درملنیز خدمات په بشپړه توګه وړیا وړاندې کېږي.

د روغتون د مسؤلینو په وینا، د دې مرکز په فعالېدو سره به زرګونه هغه ماشومان چې د زړه په مورزادي ناروغیو اخته دي، د هېواد دننه له معیاري او وړیا درملنې برخمن شي. د افغاني سرې میاشتې مشرتابه تر دې وړاندې هم اعلان کړی و چې د کابل د ماشومانو د زړه دغه ځانګړی روغتون به هر کال د شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومانو د درملنې ظرفیت ولري.

د ناروغو ماشومانو د کورنيو غړو او هیوادوالو د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه، مرستیال او د قلبي کمېټې د غړو له همکاریو مننه کړې.

د سرې مياشتې روغتيايي مسوولينو ویلي چې د اړمنو ماشومانو د درملنې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا دا لړۍ به دوام ولري.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له دې وړاندې هم زرګونه د زړه ناروغ ماشومان د هېواد دننه روغتونونو ته د وړیا عملیاتو لپاره معرفي کړي او د درملنې لګښتونه یې ورکړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button