روسیه: د منځني ختیځ د کړکېچ د هواري لپاره مرستې ته چمتو یو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو چمتو دی چې د منځني ختیځ د شخړو د هواري لپاره مرسته وکړي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د سیمې ستونزې باید د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو لارو حل شي او د ټولو هېوادونو ګټې باید په پام کې ونیول شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خلیج سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د کړکېچ دوام د انرژۍ امنیت ته جدي زیان رسولی شي. وزارت ویلي، په خواشینۍ سره ویني چې په منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې خرابېږي او ښکېل لوري لا هم یو پر بل بریدونه کوي.
روسیې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او داسې اقدامات ونه کړي چې د جګړې د پراخېدو سبب شي. مسکو ټینګار کړی چې د سیمې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره باید سیاسي حل ته لومړیتوب ورکړل شي.



