د ۲۱۹ ثالث عمر فرقه: د بدخشان پر پوله پنځه بغاوتګر وژل شوي، نور بېرته چترال ته تښتېدلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ۲۱۹ ثالث عمر فرقې مطبوعاتي دفتر ویلي، د بدخشان ولایت د فرضي کرښې په صفري نقطه، د توپخانې په سیمه کې د ۱۵مې سرحدي لوا ځواکونو سره په نښته کې پنځه بغاوتګر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، پاتې کسان بېرته د پاکستان د چترال لوري ته تښتېدلي دي.

د یادې فرقې په وینا، دغو بغاوتګرو هڅه کوله چې د پاکستان له خاورې د چترال د شاه سلیم له لارې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته د ورانکارو فعالیتونو لپاره داخل شي، خو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

سرچینې همداراز هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ۱۵مې سرحدي لوا قومندان ملا عبدالجمیل رحماني ته زیان اوښتی دی، او ټینګار یې کړی چې نوموړی روغ او په خپله دنده بوخت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button