يمني ځواکونو په سره سمندر کې د سعودي دوې تېلوړونکې بېړۍ په توغندیو ويشتلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د یمن حوثي ځواکونو ادعا کړې چې په سره سمندر کې یې د سعودي عربستان دوې تېلوړونکې بېړۍ د کروز، بالسټیک توغندیو او ډرون الوتکو په بریدونو په نښه کړې دي. د حوثیانو په وینا، دغه بېړۍ د دوی له لوري اعلان شوې سمندري محاصره نقض کړې وه.
د الجزیرې انګلیسي څانګې د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سریع له قوله راپور ورکړی، چې د «ENCELA» او «LAYLIA» په نوم بېړیو اور اخیستی او د دوی ځواکونو نږدې لس نورې بېړۍ هم د خپل مسیر بدلولو ته اړ کړې دي.
سعودي عربستان تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې حوثي ځواکونو د روانې جولای میاشتې په ۲۰مه د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان کړی و.



