د مس عینک کان، لاجوردو کان او دوو نورو پروژو د امنیت ساتنې تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت ټینګولو تړون د دغه وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د یاد تړون له مخې، د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت به د مس عینک کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د شبرغان–مزار د ګازو نللیکې او د آمو سیند پروژو د امنیت ساتنې مسوولیت پر غاړه ولري.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دغو پروژو امنیت به د عامه ساتنې د مسلکي او روزل شوو ځواکونو له خوا تأمینېږي، څو یادې اقتصادي چارې په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې دوام ومومي.



