کابل ښاروالۍ: کابل کې د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د استوګنیزو بلاکونو جوړول پیل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
کابل ښاروالۍ وایي، د کابل ښار د څلورمې ناحیې د تنظیف ریاست شاته د ۲۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د خلکو لپاره د مناسبو استوګنیزو ځایونو برابرولو، د ځمکو د اغېزمنې کارونې او د کابل ښار د معیاري پراختیا په موخه عملي کېږي.
کابل ښاروالۍ ویلي، له بشپړېدو وروسته به یاد بلاکونه اړینې استوګنیزې اسانتیاوې ولري او پلان شته چې په راتلونکې کې په همدې سیمه کې ۳۶ نور استوګنیز بلاکونه هم جوړ شي.



